IQNA

د حسيني مقدس آستان  پلاوي د پاکستان د اسلام آباد د قرآن ښوونځي کتنه وکړه

12:20 - October 30, 2025
د خبر لمبر: 3491940
ایکنا – د حضرت امام حسین علیه السلام د حرم مقدس آستان یوه پلاوي  د پاکستان په اسلام آباد کې د قرآن ښوونځي د یوه فاؤنډيشن  له مسئولانو  سره  یو ځاي ددغه مرکز ځينی برخې وکتلې .

 ایکنانیوز د حسيني مقدس آستان  د رسمي ویب پاڼې له قوله راپور راکړی، د حسيني مقدس آستان  یو پلاوی د پاکستان پلازمینې   اسلام آباد تللی او هلته ئې د "وارث الانبیا" په نامې سره د قرآن ښوونځي  د مختلفو برخو کتنه کړې ده .

دا تعلیمي مرکز چې د حسيني مقدس آستان تر څارنې لاندې  فعالیت کوي، د قرآن کریم، دینی علومو او تعلیمي مسائلو په اړه زده کړې وړاندې کوي.

دا ښوونځی د پاکستان یوه   غوره تعلیمي اداره ده  چې خپلو زده کوونکو ته د متوسط  او پوهنتوني تحصیلاتو بشپړولو لپاره اړین اسناد ورکوي. همدارنګه، په دغه  ښوونځي کې بشپړ سنبال  ormitories  (هوسټل)موجود دي چې د هغو زده کوونکو لپاره چې د پاکستان له مختلفو ښارونو او سیمو څخه ورځي، د اوسیدو او خوراکي اړتیاوو پوره کولو په برخه کې  ورسره مرسته کوي.

د "وارث الانبیا" قرآن ښوونځی د حسيني مقدس آستان  د دینی چارو د ادارې په مستقيم ملاتړ جوړ شوی،چې هدف ئې  د  اهل بیت (ع) د رودې په اساس  د اسلامي معارفو د مشال  د رڼا خپرول او د قرآن کریم د مفاهیمو  د پراختیا په موخې سره   روښانه  ساتل دي نن سبا،دا ښوونځی په پاکستان کې یو له معتبره مذهبي تعلیمي ادارو څخه دی.

د حسيني مقدس آستان په پلاوي کې د بینه علمي مرکز مدیر شیخ علی القرعاوي، او د بین المللي رسنیو مرکز مدیر، حیدر المنکوشي، سره  د  یو شمېر رسنیز  متخصصین   شامل دي ، چې د دغې ادارې د تعلیمي پرمختګونو او قرآنی  پروګرامونو په اړه ئې معلومات ترلاسه کړل.

حیدر المنکوشي په یوه بیان کې تشریح کړه چې دا لیدنه په مختلفو هیوادونو کې د حسيني مقدس  آستان له  تعلیمي او فرهنګي پروژو سره د اړیکو د پیاوړي کولو یوه برخه ده. هغه د دې ښوونځي د ځوانانو د روزنې او  د قرآنی  تعلیماتو د  فارغ التحصیلانو د فکري پياوړتیا په برخې کې د ښو لاسته راوړنو ستاینه وکړه.

المنکوشي زیاته کړه چې حسيني آستان لاهم د پاکستان او نورو هیوادونو په قرآنی او تعلیمي پروژو کې ملاتړ کوي او دا پروژې د انسان جوړونې او د امام حسین (ع) لخوا ټینګار شوې تبلیغاتي او بشردوستانه ارزښتونو د خپرولو لپاره تر ټولو مهم وسایل ګڼي.

له دې مخکې  دغه پلاوی د پاکستان په سفر کې، د اسلام آبادد  "الکوثر" اسلامي پوهنتون په ملګرتیا  سره د امام حسین (ع) کلتوری مرکز  پرانیستی ؤ.

د دې مرکز د پرانستې مراسم په پاکستان کې د آیت‌الله سیستاني استازي شیخ انور نجفي په شتون  کې ترسره شول،او په دغو دستورو کې د مختلفو مذهبونو او قومونو استازو، روحانیانو، پوهانو او د ټولنې مختلفو پرګنو هم  پراخ ګډون درلود.

https://iqna.ir/fa/news/4313406 /

captcha